پوتین د امریکا وروستي ګواښونه رد کړل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا دا ګواښونه رد کړل چې ویلي یې دي، له روسي هکرانو به غچ واخلي.

پوتین وویل، دا ډول خبرې دا معنی لري چې واشنګټن له انټرنیټي بریدونو د سیاسي وسیلې په توګه استفاده کوي.

پوتین پرون د هند په ګوا ښار کې د «برېکس» غړو هېوادونو یا د نویو اقتصادي ځواکمنو هېوادو ټولنې ته دا خبره هم وکړه چې د انټرنټي غلاو تورونه د سپینې ماڼۍ له لوري یو انتخاباتي شعار دی.

پوتین زیاته کړه چې دی هیله‌مند دی چې د مسکو او واشنګتن اړیکې تر دې انتخاباتو وروسته ښې شي.

امریکایي چارواکو روسیه تورنه کړې ده چې په انټرنټي سیسټم کې د ورننوتو له لارې او د ډموکراټ ګوند د چارواکو د اېمېلونو د افشا کېدو له لارې، هڅې کوي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې د نوومبر په اتمه ترسره کېږي، لاسوهنه وکړي.