د هند، چین، روسیې، برازیل او جنوبي افریقا مشرانو د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړه.
دغه پنځه هېوادونه د «برېکس» یا د نویو اقتصادي ځواکمنو هېوادو د ټولنې غړي دي چې پرونیې د هند په ګوا ښار کې ګډه غونډه پای ته ورسېده.
د غونډې په اختتامیه وینا کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي وویل:
"سهار مو د مهمو جهاني موضوعاتو په اړه، د ترورېزم، نړیوالې اقتصادي سناریو او د نړۍ د حاکمیت د شکل د اصلاح په ګډون، نظریات سره تبادله کړل. موږ ټول د ترورېزم، افراطیت او بنسټپالنې په برخه کې همنظره وو چې اوس یوازې د سیمې او نړۍ د ثبات او اقتصادي ودې مخه نهنیسي، بلکې همداراز زموږ ټولنې، زموږ د ژوند چارې او ټول بشریت ګواښي."
د ګواه غونډې د پای په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د برېکس غړي په افغانستان کې دوامداره امنیتي ګواښونو ته ژوره اندېښنه لري او د دې ستونزې د هواري لپاره د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو ستاینه کوي.