د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په رسمي سفر د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ځي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان اجرائیه رئیس نن د یوه لوړپوړي دولتي پلاوی په مشرۍ په درې ورځني رسمي سفر سعودي عربستان ته ځي دا درې ورځنی سفر د هغه هېواد په رسمي بلنه دی."
تمه ده چې د دې سفر په ترڅ کې اجرائیه رئیس د سعودي عربستان له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو او د دواړو هېوادو پر اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.
له عبدالله عبدالله سره په دې درې ورځني سفر کې ۲۲ ملي سوداګر هم ملګري دي.