پر سوريې او روسيې د فشار لپاره پر نويو بنديزونو غور کېږي

د امريکا متحده ايالات او بريتانيا وايي، دوى په محاصره شوي ښار حلب کې د بمبارۍ درولو لپاره د سوريې پر حکومت او د هغه پر متحدې، روسيې د فشار راوستلو لپاره پر نويو بنديزونو غور کوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بورېس جانسن او د هغه امريکايي سيال جان کري دغه خبردارى پرون لندن کې له خپلو متحدانو سره تر خبرو اترو وروسته ورکړ.

دوى په سوريه کې د وضعيت د خرابېدو په باب خبرې وکړې.

د امريکا او بريتانيا دغو چارواکو له روسيې او ايران نه چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد کليدي متحدان دي، غوښتنه وکړه، پر نوي اوربند موافقه وکړي.

د شخړو درولو لپاره د اوربند مخکنۍ موافقه چې د امريکا او روسيې په منځګړيتوب ورباندې موافقه شوې وه، تېره مياشت ماته شوه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري تېره شپه په لندن کې يوه ګډ کنفرانس ته وويل:

"په حلب کې د روانو پېښو له کبله موږ ټول ډېر اندېښمن او په ژور ډول خفه او په غوسه يو. دا تر بشري ناورين لا بد وضعيت دى. که چېرې روسيه او د اسد رژيم د شرافت د هر نورم او معيار له مخې چلند وکړ، دغه وضعيت سبا سهار يا هم نن شپه پاى ته رسېدلاى شي."

لندن کې تر خبرو يوه ورځ مخکې جان کري د سويس په لوزان ښار کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف او د نورو سيمه‌ييزو قدرتونو له مشرانو سره وکتل.

په سويس کې ښکېل لوري ونه‌توانېدل پر داسې کوټلو اقداماتو سلا وکړي چې په سوريه کې د تاوتريخوالي د درېدو سبب شي.