د افغانستان مشرانو جرګه له حکومتي مسؤلینو څخه غواړې، هغه وسله وال مخالفین چې سوله غواړي تفاهم ورسره وکړي.
مشرانو جرګه وايي، سوله یوه اړتیا ده او دې ته باید پام واړول شي.
په داسې حال کې چې یو شمېر نا تایید شوي راپورنه د ملا محمد رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو له یوې ډلې سره د سولې د پټو خبرو خبر ورکوي، مشرانو جرګه له حکومت نه غواړي هغه مخالفي وسله والې ډلې چې د سولې له بهیر سره لېوالتیا لري ورسره خبرې وکړي.
د مشرانو جرګې مرستیال فرهاد سخي چې د یکشنبې د ورځې د عمومي غونډې مشري یې هم کوله د سولې او امنیتي مسایلو په اړه د سناتورانو تر بحث وروسته یې وویل مذاکرات او خبرې په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ده:
"موږ هم توجه لرو حکومت باید لاس په کار شي، لکه څنګه چې د حزب اسلامي له مشر حکمتیار سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ د نورو وسله والو مخالفینو سره هم دغه ډول تړونونه لاسلیک شي، دغه ورانونکې جنګ باید پای ته ورسېږي."
د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوه او تر څنګ یې په هېواد کې د هر اړخیزې سولې غوښتنه هم شوه.
یو شمېر سناتورانو د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي د مشر یو ځای کېدو ته په اشارې سره کابل ته د ملا محمد رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو د یوې ډلې د راتلو خبره هم وکړه.
د دې سناتورانو له ډلې څخه جمعه دین ګیانوال په دې اړه داسې وویل:
"راپورونه موجود دي چې ملا عبدالمنان نیازی کابل ته راغلی دی او له هغه څخه ښه حفاظت کېږي، دغه کار د افغانستان د سولې لپاره یو نېک ګام دی او خدای دي وکړي چې دغه ډله له حکومت سره یوځای شي."
د دغو سناتورانو له ډلې څخه یوه بل سناتور عبدالطیف نهضت یار هم کابل ته د ملا محمد رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو د استازي د راتګ په اړ څرګندونې وکړې.
هغه زیاته کړه:
"د معلوماتو پر اساس الحمدالله د ملا رسول د ډلې استازي راغلي او د ملا نیازي په مشرۍ په کابل کې مذاکرات جریان لري، خدای دي وکړي چې دا هم یو مثبته نتیجه ورکړي."
خو تر دې دمه افغان حکومت د سولې عالي شورا او د ملا محمد رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم تر دوو کلونو مذاکراتو وروسته د افغانستان له حکومت سره درې اوونۍ مخکې د سولې تړون لاسلیک کړ.
په ورته وخت کې افغان کارپوهان د افغان حکومت او وسله والو مخالفو ډلو سره د سولې مذاکرات په هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره پر ځای ګام بولي.
د سیاسي چارو افغان کارپو کبیر رنجبر په دې اړه داسې وویل:
"د ټولو هغو ډلو سره چې، د افغانستان د خلګو ملي منافع په نظر کې ونیسي او یو تفاهم ته ورسېږو ښه دی، تر څنګ به یې ورور وژنې ته د پای ټکې کېښول شي او په اوسنیو شرایطو کې دا د حل یوازنۍ لاره ده."
له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو د یوې ډلې چې مشري یې ملا محمد رسول کوي د سولې د مذاکراتو اوازې په داسې حال کې خپرېږي چې یو شمېر سناتوران په هېواد کې د ناوړه امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
راپور: سباوون کاکړ