نن مونټینیګرو کې پارلماني انتخابات کېږي

نن په مونټینیګرو کې پارلماني انتخابات ترسره کېږي.

داسې انګېرل کېږي چې دغه انتخابات به د دې هېواد چې روسیه او که لوېدیځ ملاتړی پاتې کېږي سرنوشت وټاکي.

د مونتینیګرو سوسیال ډیموکراټ ګوند چې له اوږدې مودې راهیسې واکمن دی، له روس پلوه او سربیا پلوه اپوزیسیون ګوندونو سره چې له ناټو او اروپایي ټولنې سره د دې هېواد د یوځای کېدو د هڅو په کلکه مخالف دي، مخامخ دی.

د دې هېواد لوېدیځ پلوی صدراعظم «میلو دوکانویچ» چې له څه باندې پنځه ویشت کلونو راهیسې یې د بالکان په دې هېواد کې د ولسمشرۍ او صدراعظمي دندې مخ ته وړي، په قدرت کې د پاتې کېدو له ترټولو سختو چلنجونو سره مخامخ دی.

هغه له انتخاباتو مخکې د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې وویل چې په دې ټول پوه دي چې په دغو انتخاباتو کې به په دې اړه چې مونتینیګرو د اروپایي ټولنې او ناټو غړې شي او که د روسیې مستعمره، د دې هېواد سرنوشت وټاکل شي.

د مونتینګرو ۵۳۰ زره مستحق رایې ورکونکي به د دې هېواد د ۸۱ کسیزې ولسي جرګې لپاره ټولو ۳۴ ګوندونو ته رایې ورکوي.

وروستۍ نظر شمېرنې ښيي چې د دوکانویچ واکمن ګوند به د دې جرګې اکثریت څوکۍ وګټي.