د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن لندن ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن لندن ته ځي چې د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د واشنګټن له اروپايي متحدینو سره خبرې وکړي.

کري به د سویس له خبرو وروسته چې د دغه پنځه کلن کړکېچ د بېلابېلو لورو ملاتړو هېواونو پکې ګډون کړی و، خپلو بریتانوي، فرانسوي او جرمني سیالانو ته د دغو خبرو په اړه معلومات ورکړي.

د اکتوبر په پنځلسمه د سویس په لوزان کې کري د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف او د سعودي عربستان، قطر، ایران، عراق، اردن، مصر او ترکیې له لوړپوړو ډیپلوماتانو سره وکتل.

په دغو خبرو کې چې د امریکا او روسیې د تېرې میاشتې له مات شوي اوربند وروسته ترسره کېږي، د شخړو د پای ته رسېدو لپاره د مشخصو اقداماتو په اړه کومه موافقه ترلاسه نه شوه.

کري چې دغه غونډه د نظرونو د تبادلې یوه ګټوره غونډه وبلله ویې ویل چې د اوربند د بېرته ټینګېدو لپاره پرنویو طرحو خبرې وشوې.

لاوروف وویل، ده د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر سیاسي پروسې چې هرڅومره ژر چې کېدای شي پیل شي، ټینګار وکړ.