عبدالله عبدالله سبا دوشنبه سعودي عربستان ته ځي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس به سبا په یوه رسمي درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال امید میثم نن ازادي راډیو ته وویل چې له ښاغلي عبدالله سره به د یو شمېر وزیرانو سربېره یوه وېشت ملي سوداګر هم په دغه سفر کې مل وي.

امید میثم سعودي عربستان ته د اجرائیه رئیس د سفر د هدف په اړه وویل:

"په پام کې ده چې اجرائیه رئیس په دغه سفر کې هلته د افغان کارګراونو د هوکړې، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د سولې او تحصلي بورسونو په برخوکې بحثونه وکړي."

ټاکل شوې اجرائیه رئیس د سعودي عربستان له سفر وروسته پاکستان ته هم سفر وکړي خو د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال د دغه سفر په اړه د زیاتو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.