د عراق د کردانو مشر مسعود بارزاني ویلي چې له اسلامي دولت نه د موصل ښار د بیا نیولو لپاره د عملیاتو په خاطر چمتووالی بشپړ شوی دی.
بارزاني ویلي اوس د جګړې وخت رارسېدلی دی.
تمه ده په موصل کې د اسلامي دولت په ډلې د امریکا متحده ایالتونو په مرسته په دې حمله کې د عراق د کورواکې سیمې کردستان جنګیالي مهم رول ولوبوي.
د عراق دوهم لوی ښار موصل، د ۲۰۱۴ کال په جون کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې جنګیالیو ونیوه.