په بغداد کې په یوه انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.
د اسلامي دولت وسلهوالو پرون د شیعهګانو په یوې غونډه کې د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د عراق پولیسو ویلي چې چاودنه په یوه خیمه کې وشوه چې شیعهګان د عاشورا مراسمو د ترسره کولو لپاره پهکې سره ټول شوي و.
دا په تېرو دریو میاشتو کې په بغداد کې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.