د سوریې د کړکېچ د پای ته رسولو په هدف د سویس په لوزان ښار کې د امریکا، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو تر منځ خبرې بې له کومې نتیجې پاي ته ورسېدې.
دغو خبرو څلور ساعته دوام وکړ او پهکې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي سټیفن دي مېستورا، ترکي، عربي او امریکايي ډپلوماټانو برخه درلوده.
دا د سوریې د اوربند له ماتېدو وروسته له تېرې یوې میاشتې راهیسې لومړی وار خبرې دي چې د دغه هېواد د کړکېچ د هواري په هدف ترسره کېږي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل د ښکېلو خواوو تر منځ د لانجو له موجودیت سره سره ټولو د اوربند د ټینګښت په ګډې اړتیا موافقه وکړه.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې لا هم د سوریې په حلب ښار کې دوه لکه او پنځه اویا زره خلک ګېر پاتي دي او اته زره مخالف جنګیالي د روسیې او ایران له ملاتړ برخمنو سوري پوځیانو سره جګړه مخته بیايي.