جنرال دوستم: ډېر ژر به د فاریاب غورماچ له طالبانو تصفیه شي

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، ډېر ژر به د فاریاب غورماچ ولسوالۍ له طالبانو تصیفه کړي.

جنرال دوستم چې د فاریاب د تصفیې لپاره دغه ولایت ته تللی رسنیو ته ویلي چې د طالبانو پر ضد عملیات په بریالیتوب روان دي او هغوی ته‌یې سخت تلفات اړولي.

ښاغلي دوستم ویلي یوازې د شنبې په ورځ ۱۶ طالب جنګیالي وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل دي.

هغه زیاته کړه:

"په فاریاب کې عملیات ښه پر مخ ځي له ټولو خواوو په وسله‌والو مخالفینو عملیات روان دي، خو کله چې طالبان تښتي، لارې په ماینونو فرشوي چې له امله‌یې زموږ ټانکونو ته لږ زیان اوړي."

د ولسمشر لومړي مرستیال همداراز ویلي چې د اسلامي دولت جنګیالي یا داعش ډله په دې هڅه کې ده چې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شي خو د هغوی د مخنیوي لپاره هم افغان دولت پوره تدابیر نیولي دي.

ښاغلي دوستم تر دې مخکې ویلي و چې راتلونکی کال به څه باندې اوو زره داعشیان په شمال کې ځای پر ځای شي.