د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې پر یوه شخصي موټر چاودنه شوې.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د شنبې ورځې ناوخته شاوخوا پينځه بجې د جلال اباد ښار اړوند د کمپونو په ساحه کې پر یوه فیلډر ډوله موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له امله د ډګروال عارف په نامه د قبایلو چارو ریاست امنیتي مسؤل وژل شوی او یو ماشوم زخمي شوی.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.