ابراهیمي: ولسي جرګه حکومت ته په مشورو ورکولو کې پاتې راغلې

د ولسي جرګې ادارې پلاوی دا مني چې دغه جرګه د امنیتي وضعیت ښه والي لپاره حکومت ته د لازمو مشورو په ورکولو کې پاتې راغلې ده.

د دغې جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي دا خبره نن د دې جرګې په عمومې غونډه کې وکړه.

په همدې حال کې د جرګې یوشمېر نورو غړو بیا د دغې جرګې عمومې غونډه کې وویل چې د هېواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هلمند، کندز، فراه او ارزګان په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخیستی.