په افغانستان کې د سرې میاشتې د ټولنې مسؤلین وایي چې په دې وروستیو کې د نا امنیو له امله نږدې یو میلیون تنه په دې هېواد کې بې ځایه شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.
د سرې میاشتې د حوادثو د برخې مسؤل عبدالرحمان کلانتري نن دا خبرې د سرې میاشتې د اوونۍ په مراسمو کې وکړې.
دوی همدارنګه د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې پر ملکي خلکو او عامه ځایونو بریدونه ونه کړي او د دوی ټيمونو ته اجازه ورکړي څو اړو کورنیو ته مرستې ورسوي.