دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ وسله وال مخالفان وژل شوې دي.

د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کونړ، لغمان،غزني، پکتیا لوګر، خوست، میدان وردګ، کندهار،ارزګان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې شوي دي.

دفاع وزارت وایي چې د دغو عملیاتو پرمهال د ننګرهار په خوګیانیو ولسوالۍ کې د نشه یی توکیو یو قاچاقبر هم وژل شوی او د مخدره موادو ۶ کارخانې او ۹۸۲ کیلو ګرامه مخدره مواد له منځه وړل شوي دي.

د فاع وزارت وایي، له وسله والو سره د جګړې پرمهال د ملي اردو شپږ سرتېري هم وژل شوي دي.