تمه ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن په سویس کې د سوریې په اړه غونډه کې ګډون وکړي.
مخکې ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې تهران به په دې خبرو کې برخه وانخلي.
ایران د سوریې د رژیم یو اصلي ملاتړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د سویس په لوزان کې د غونډې تر پیلېدو څو ساعته مخکې وویل چې جواد ظریف پریکړه کړې ده چې د سوریې په اړه په دې خبرو کې ګډون وکړي.
وروسته تر دې چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له روسیې سره په سوریه کې د اوربند پر سر خبرې وځنډولې، نن به د لومړي ځل لپاره د لوزان په غونډه کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د سوریې په اړه خبرې وکړي.
په دې غونډه کې د ترکیې، سعودي عربستان او قطر وزیران هم برخه اخلي، دغه درې سره هېوادونه د سوریې د اپوزیسیون ځواکونو ملاتړ کوي.