تمه ده چې د روسیې ولسمشر او د هند صدراعظم د «برکس» په نوم غونډې ترڅنګ د دفاع او انرژۍ په برخو کې تړونونه لاسلیک کړي.
په برکس کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شامل دي، دا د نړۍ نوي مخ پر وده اقتصادي قدرتونه دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به وروسته تر دې چې نن د هند ګوای ایالت ته ورسیږي، د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره به وویني.
د هغه تړون له مخې چې په دفاعي برخه کې به د نوي ډیلي او ماسکو ترمنځ لاسلیک شي.
روسیه به د «ایس څلور سوه» پرمختللي دافع هوا سیستم هند ته وسپاري.
مودي او پوتین به د انرژۍ د پیاوړیتا پر مسئالې هم خبرې وکړي.
د برکس هېوادو غونډه نن پیلېږي.