روسیه وايي ترکیې ته د دافع هوا سیسټم پر ورکولو غور کوي 

مسکو وايي دوی ښايي ترکیې ته د دافع هوا د سیستم پر ورکولو غور وکړي.

د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف د جمعې په ورځ د روسیې خبري اژانسونو ته وویل، دا موضوع د دې اوونۍ په سر کې په استانبول کې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه د ترکي سیال رجب طیب اردوغان ترمنځ ملاقات کې یاده شوه.

پیسکوف د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اکټوبر د لسمې نېټې دې خبرو اترو ته په اشارې وايي، د توغندیو د بېلابېلو دفاعي سیستمونو یادونه وشوه او په دې خبرې وشوې چې که چېرې ترکیه وغواړي روسیه به ددې سیسټم د ورکولو پر بېلابېلو لارو غور وکړي.

بل خوا د ترکیې یو خصوصي تلویزوني چینل د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت د یوې سرچینې په حواله د دې اوونۍ په پیل کې ویلي وو چې انقره د روسیې د وړاندیز منلو ته چمتو ده، ځکه ترکیه غواړي د اوږده واټن د هوايي دفاع سیستم ولري.

د تېرکال په نومبر کې د ترکیې له خوا د روسیې د یوې جیټ الوتکې نسکورولو د روسیې او ترکیې ترمنځ له سړې جګړې را وروسته تر ټولو ناوړه کړکېچ رامنځ ته کړی و، خو اوس د دواړو هېوادونو اړیکې په ناڅاپي ډول تودې شوې دي.