پاکستاني چارواکو د دې هېواد پر یو وتلي خبریال د سفر بندیز لیرې کړی دی.
«سیرل المیدا» په دې وروستیو کې د پاکستان د ملکي چارواکو او ددې هېواد د پیاوړې پوځ ترمنځ د وسله والو ډلو څخه د ملاتړ پر موضوع د ناندریو په اړه یو راپور خپور کړی و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په یو خپاره شوي رسمي یادښت کې ویل شوي چې د هغو کسانو له لیست څخه یې د سیرل المیډا نوم لرې کړی چې له هېواده په وتلو یې بندیز لګېدلی دی.
په دې اړه چې د پاکستان حکومت څه شي دې ته وهڅوه څو ددې خبریال نوم د ممنوع الخروج کسانو له لیست څخه لیرې کړي جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان تر دې یوه ورځ مخکې خبریالانو ته ویلي و سیرل المیدا تر هغې له پاکستان څخه د وتلو اجازه نه لري څو چې دده د لانجمن راپور په اړه ځانګړې کمېټې خپله څېړنه نه وي بشپړه کړي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو ترمنځ د ناندریو په اړه جوړ شوي دا راپور پر جعلکارۍ ولاړ دی.
المیدا د پاکستان د ډان ورځپاڼې لیکوال او مرستیال ایډیټر دی.
تر دې مخکې د بشري حقونو فعالانو له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې سمدستي دې پر دې خبریال د سفر لګېدلی بندیز لیرې کړي.