د ترکيې دولتي اژانس انادولو خبر ورکړى که د عراق په شمالي ښار موصُل کې د پام وړ پرمختګ ونه ليدل شو، د ترکيې پوځ به له داعش وسله والو د دې ښار د بېرته نيولو لپاره په څو ورځو کې پوځي عمليات پيل کړي.
په دې راپور کې چې نن خپور شوى د هغو عراقي سرچينو او چارواکو وينا رااخيستل شوې، چې د ترکيې او د امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ يې په خبرو کې برخه درلوده.
راپور وايي هغه سني ځواکونه به چې د عراق په شمال بعشيقه کمپ کې د ترکيې د پوځ له خوا روزل شوي، په دغو پلان شويو عملياتو کې برخه واخلي.
په همدې حال کې په عراق کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف وياند نن تاييد کړه، چې د موصُل د بېرته نيولو په هدف تر پلان شويو عملياتو مخکې به د داعش پر اهدافو هوايي حملې زياتې کړي.
خبريالانو راپور ورکړى چې د موصل په ختيځ او جنوب کې د عراق د دولتي ځواکونو او متحدو ملېشو تحرکات زيات شوي دي.