هلمند چارواکي: وروستيو جګړه کې سلګونه افغان پوځيان وژل شوي

د هلمند چارواکي وايي، په مرکز لښکرګاه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په وروستيو جګړو کې په سلګونو افغان پوځيان وژل شوي دي.

د مشرانو جرګې غړي شېر محمد اخند وويل، په تېرو لسو ورځو کې څه باندې ٢٠٠ سرتېري او پوليس وژل شوي دي.

بل خوا د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده ازادي راډيو ته وويل چې يوازې د سې شنبې په شپه په چاه انجير سيمه کې تر سلو زيات پوځيان ووژل شول:

"د سې شنبې په شپه د چاه انجير چوک ته نيږدې د افغان پوځيانو پر اډه حمله وشوه چې يوه شپه او ورځ افغان قواوو مقاومت وکړ، کله چې ساحې ته مرسته ونه رسېده، د ٢٠٠ په شاوخوا کې افغان امنيتي ځواکونه د وسله والو مخالفانو لاس ته ژوندي ورغلي، تر ١٠٠ زيات نور يې شهيدان شوي دي."

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، د تلفاتو په دغو ارقامو کې مبالغه شوې ده.

چاه انجنير د مرکز لښکرګاه په لس کيلومترۍ کې پرته سيمه ده، چې په وروستيو کې د سختو جګړو شاهده وه.

دغو سرچينو ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې بهير کې ٤٥ ملکيان هم وژل شوي او د افغان قواوو تر سلو زيات نور غړي ټپيان دي.