حاجي‌ اغا: افغان سوداګر صادراتو برخه کې له ستونزو سره مخ دي

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، افغان سوداګر اوس هم بهرنیو هېوادونو ته د تازه میوې د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه بورډ رئیس رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې اړوندو ادارو تر اوسه افغان سوداګرو ته د هوا له لارې د تازه میوو د صادراتو زمینه نه ده برابره کړې.

"د انارو چې اوس یې ډېر ښه موسم دی سوداګر یې له ستونزو سره مخ دي، اوس د ورځې ۵۰ یا ۶۰ موټر یوازې پاکستان او هند ته ځي چې هلته په ارزانه بیه خرڅېږي چې له امله یې باغداران او په ځانګړې توګه د کندهار د انارو سوداګر د ستونزو سره مخ دي."

حاجي اغا وایي چې سږکال په هېواد کې د تازه میوو حاصلات ډېر دي او

بهرنيو هېوادونو هم د افغانستان د تازه میوې د اخېستلو لپاره لېواتیا ښودلې ده.