فراه چارواکي: د جګړو له امله ۳ زره ګلخانې تخریب شوي

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په دغه ولایت کې د جګړو له امله شاوخواد ۳۰۰۰ ګلخانې تخریب شوي دي.

د فراه د سوداګرۍ اوصنایعو خونې رئیس حاجي عسکر نن ازادي راډيو ته وویل چې له دغو ګلخانو څخه د ورځې ۷ یا ۸ ټنه ترکاري لکه تور بانجان، رومیان او بېنډۍ راټولېدل.

نوموړی وایي چې د ترکاري دغو محصولاتو نه یوازې د فراه اوسیدونکو اړتیا پوره کړې وه، بلکې کندهار، هلمند ،هرات او کابل ولایتونو ته هم استول کېده.

حاجي عسکر وایي چې له دې سره د ایران او پاکستان څخه د ترکاریو د ورداتو

مخه نیول شوې وه.