له هلمنده رارسیدلي راپورونه وايي، په دې ولایت کې په تېرو څو ورځو کې ګڼ شمېرافغان سرتیري له وسلهوالو طالبانو سره د جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.
افغان چارواکو د طالبانو د درنو تلفاتو په اړه معلومات ورکړي خو د افغان ځواکونو د تلفات په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته د نېږدې سرچینو له خوا یوه ویډیو خپره شوه چې ظاهراً یو شمېر اسیر شوي افغان سرتیري پهکې ښودل کېږي.
د دې ویډیو کره توب تراوسه نه دی تائید شوی خو د هلمند د ولایتي شورا مرستیال وویل چې دا ویډیو رښتیا ده.
عبدالمجیداخندزاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې سرتېرو اسیرېدل تائید کړل.
ښاغلي اخندزاده له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې د اسیرو سرتېرو شمېر دوه سوه تنه وښود:
Your browser doesn’t support HTML5