دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۴ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې څلورشپېته دولت-ضد وسله‎وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر په هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې راغلي چې دغه عمليات چې هوايي ملاتړ هم ورسره و، په کونړ، لغمان، غزني، پکتيا، لوګر، خوست، ميدان وردګ، کندهار ارزګان او نورو ولايتونو کې شوي دي.

اعلاميه زياتوي چې په وژل شويو کې د سخت دريځو وسله‎والو پنځه مهم قوماندانان هم شامل دي.

په دغو عملياتو کې د ملي اردو د ١٢ سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.