شمالي قفقاز کې ۵ ارمنيان ترافیکي پېښه کې وژل شوي

د روسيې د شمالي قفقاز له شمالي اوسيتيا څخه را رسېدلي راپورونه وايي، د بس موټر د ټکر په پېښه کې د يوې ښځې په ګډون پنځه ارمنيان مړه شوي دي.

خو د ارمنستان حکومت وايي، د پنځه کسانو له جملې يوازې د بس چلوونکى او يو مسافر د ارمنيا وګړي او درې نور کسان روسي اتباع وو.

لږ تر لږه نهه نور مسافر چې په پېښه کې ټپيان شوي وو، په روغتون کې بستر شوي دي.

دغه بس چې پنځه څلوېښت کسان په کې سپاره وو، له مسکو څخه يريوان ته روان و، چې نن سهار يې له يوه لارۍ موټر سره ټکر وکړ.