د باميان د شپې پوهنتون لپاره د کانکور ازموينې د يوه هيئت په حضور کې ترسره شو.
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمېټې امر عبدالقدير خموش ازادي راډيو ته وويل:
"د باميان د شپې پوهنتون کانکور عملاً پيل شوى دى. تر ٥٥٧ زياتو کسانو په دې پروسه کې برخه اخيستې ده. د ښوونې او روزنې، کيميا، بيالوژۍ او انګرېزۍ ډيپارتمنټونو لپاره محصلين جلبوو، چې د څه باندې ٥٠٠ کسانو له جملې به دغو ډيپارټمنټونو ته ٢٦٠ کسان جذب شي."
د باميان پوهنتون چارواکي وايي، دا مهال په شپې پوهنتون کې د دولتي او غيردولتي ادارو شا و خوا ١٦٠٠ کارکوونکي لوړې زده کړې کوي.