د پاکستان کوټه کې د ملېشه ځواکونو دوه افسران وژل شوي

د پاکستان پوليس وايي، د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې پر موټر سايکلونو سپرو وسله والو کسانو په وسلوال بريد کې د ملېشه ځواکونو دوه افسران ووژل او يو بل تن ټپي کړ.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو وياند واسع خان وويل، نننى بريد پر هغو ملېشه پوځيانو شوى چې په کوټه کې په پهره بوخت وو.

ده وويل، چې وسله وال کسان تر حملې وروسته تښتېدلي دي. چا د پېښې مسووليت نه دى منلى.

کوټه په وروستيو کې د هغو بېلتونپالو ډلو د تاوتريخوالي په مرکز بدله شوې چې د بلوچستان ايالت د طبيعي ګازو او تېلو په سرچينو کې زياته ونډه غواړي.

وروسته له هغې چې په ٢٠٠١م کال کې د امريکا تر مشرۍ ائتلاف د په افغانستان کې د طالبانو نظام ړنګ کړ، ويل کېږي کوټه د افغان طالبانو د مشرانو په مرکز بدله شوې ده.