فراه والي: ښار کې عملياتو وسله والو ته درانه تلفات اړولي

د فراه والي وايي، فراه ښار کې وروستيو عملياتو دولت ضد وسله والو ته درنه مرګ-ژوبله اړولې ده.

د فراه والي محمد اصف ننګ ازادي راډيو ته وويل، وسله والو خپل مړي او ټپيان بېلابېلو سيمو ته لېږدولي دي:

"دښمن په پرونيو عملياتو کې ډېره ماتې وخوړله. تر ٦٠ زيات ټپيان يې روغتونونو ته انتقال کړي، نن يې بکوا ته ١٥ مړي وړي دي، پرون يې خاک سفيد ولسوالۍ ته خپل ٦ مړي وړي دي."

د والي په خبره په وژل شويو او ټپي شويو وسله والو کې بهرني اتباع هم شامل دي.

ښاغلي ننګ د وژل شويو سخت دريځو وسله والو د دقيق شمېر په اړه څه ونه ويل.

د فراه والي د دولت ضد وسله والو پر خلاف د افغان قواوو هوايي عمليات ګټور وبلل.

د فراه والي وايي، د ولايت په مرکز کې وضعيت بېرته د عادي کېدو خوا ته روان دى او خلک بېرته خپلو کورونو ته په راستنېدو دي.