ملګرو ملتونو انتونیو ګوتیرس د دغه سازمان د نوي عمومي سرمنشي په توګه وټاکه.
د دغه سازمان ۱۹۳ غړو هېوادونو د پرتګال پخوانی صدراعظم ښاغلی ګوتیرس پرون د شور او زوږ په ولولو کې وټاکه.
دی چې ۶۷ کاله عمر لري د بان کي مون ځای ناستی به شي چې دوه دورې یې په دې څوکۍ کار کړی وو.
د ښاغلي ګوتیرس د مأموریت پنځه کلنه دوره د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پيلېږي.
ده د ټاکلو نه وروسته وعده وکړه چې د نړیوال بحران د حل لپاره به منځګړیتوب وکړي.
ښاغلي ګوتیرس د سوریې د بحران په باب چې د ملګرو ملتونو د اجنډا تر ټولو نوې موضوع ده وویل:
"زه به په دغو دوه نیمو میاشتو کې په ټول توان هڅه وکړم څو ځان د ستونزو او اختلافونو د پېژندلو لپاره تیار کړم، څو د یوه صادق منځګړي او هغه چا په شان عمل وکړم چې خلک راټولېدو ته رابولي او راټولوي یې او خلک په دې پوهوي چې د هر ډول اختلافونو په شتهوالي، اوس مهمه داده چې سره یو شئ."
ښاغلي ګوتیرس زیاته کړه چې اوس د دې وخت دی چې د سولې لپاره مبارزه وشي.