غني: ملت مو په بې سارې توګه له سترو ستونزو سر پورته کړی

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې له سیاسي، ملي، جهادي او دینې رهبرانو او مشرانو سره په یوه غونډه کې لیدنه وکړه او د هېواد عمومي وضعیت یې و ارزاوه.

جمهور رئيس وویل: زموږ ملت په بې سارې توګه له سترو ستونزو څخه سر پورته کړی، خو له بده‎مرغه چې دښمن په پرله‎پسې توګه هڅه کړې د ناامنیو له لارې د هېواد د پرمختګ مخنیوی وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني دغه راز پرون مازیګر په ارګ کې له یو شمېر هغو پوځي کدرونو سره چې په امریکا او اروپايي هېوادونو کې د پوځي زده‎کړو له بشپړولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دی، وکتل.

جمهور رئیس دغو افسرانو ته په خطاب کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له دې امله وستایل چې په دوو کالو کې یې ډېر لوی مزل کړی، خو تر څنګ یې په ټینګار سره وویل، تاسې له سیاسي پلوه باید یوازې افغانستان ته ژمن واوسئ، هېڅ ګوند او سمت پورې باید تړلي ونه اوسئ، دا ځکه چې افغانستان تاسې پورې تړلی دی، که تاسې منظم اوسئ هېڅوک نه‎شي کولای له سیاسي نظره ستاسو په اړه منفي نظر څرګند کړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون سهار په «توحید ملي مرکز» کې د ویډیو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو له والیانو، علماو او د ولایتي شوراګانو له رئیسانو سره هم د هېواد د عمومي وضعیت، په ځانګړي ډول د وروستیو جریانونو او راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.