د سوريې او ترکيې پر پوله پرون د یوې موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول.
عیني شاهدانو او د سوريې د بشري حقونو ډلو ویلي چې چاودنه په باب السلامه سیمه کې شوې او وژل شوي زیاتره وسلهوال یاغیان دي.
په دې چاودنه کې ۲۵ کسان ژوبل دي چې د اتو روغتیايې حالت نازک ښودل شوی دی.
یوه اوونۍ مخکې همدې سیمه ته نېږدې د ترکې پر پوله د داعش یوه ځانوژونکې پر هغو وسلهوالو برید وکړ چې ترکیه يې ملاتړ کوي.
دې حملې ۲۵ وسلهوال ووژل.