بېړنیو پېښو سره د مبارزې کمېټې د مرستو په اړه خبرې وکړې

له بېړنیو پېښو سره د مبارزې مشترکې کمېټې پرون په کابل کې غونډه وکړه او د وروستیو جګړو د قربانیانو له کورنیو او متأثرینو سره يې د مرستو په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې چې مشرۍ يې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال انجنیر محمد خان کوله او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم په کې ګډون درلود، اړینو خلکو ته د مرستو په څرنکوالي او لومړیتوبونو بحث وشو.

په غونډه کې په ځانګړي ډول د کابل په کارته سخي سیمه کې د عاشورا پر مراسمو د شوي برید له متأثرینو سره په عاجلو مرستو ټینګار شو.

له بیړنیو پېښو سره د مبارزې د ګډې کمېټې په غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي پروګرام او د دې سازمان د بشري مرستو د رسولو د ادارې مشرانو هم برخه درلوده.