مککین: یمن کې حوثي وسله‎والو ته میزائیل ایران ورکړی و

لوړ رتبه امریکايي مقامات وايي، هغه میزائل چې د یمن شیعه وسله‎والو پر امریکايي بېړۍ توغولي دي، د ایران له‎خوا دغې ډلې ته ورکړل شوي دي.

د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مککین چې دفاع وزارت ورته د امریکا پر یوې جنګي بیړۍ د دریو میزائیلو د برید په اړه معلومات ورکړي، پر حوثي شیعه وسله‎والو د ترسره شوې ځوابي حملې ملاتړ وکړ.

د امریکا سمندري پوځ پرون د لېرې واټن ویشتونکو کروز میزائیلو په‎واسطه د یمن د حوثي وسله‎والو د رادار مرکزونه له‌منځه یوړل.

جان مککین وویل، د امریکا سمندري پوځ په دې ځوابي عمل سره کلک پیغام ورکړ چې دا ډول تیرې به ونه زغمي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي هم ویلي چې حوثي وسله‎والو ته دا میزائیل ایران کړي .

نوموړي دا هم وویل چې ښايې حوثیانو یو شمېر داسې میزایل د یمن له حکومتي ځواکونو نیولي وي.

ایران په ښکاره د حوثي یاغیانو ملاتړی دی خو دا ردوي چې ګواکې دې ډلې ته وسلې ورکوي.