الاسد: سوریه کې جګړه د روسيې-لویدیځ شخړې په صحنه بدله شوې

د سوريې ولسمشر وايي، په هېواد کې يې روانه کورنۍ جګړه د روسيې او لویدیځ ترمنځ د شخړې په یوه نوي صحنه بدله شوې ده.

بشار الاسد له روسي رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له څو میاشتو او یا څو وروستیو اونیو لیدل کېږي چې دا شخړه تر سړې جګړې زیات څه دي.

بشار الاسد پر ترکيې تور پورې کړ چې د داعش او او کُرد یاغیانو د ځپلو په پلمه پر سوريې یرغل کوي.

د سوريې ولسمشر دا هم په ډاګه کړه چې سعودي عربستان ورته پیشنهاد کړی دی چې که له ایران سره هر ډول اړیکې قطع کړي نو ریاض چمتو دی چې له ده سره مرسته وکړي.