دمشق کې د رورسيې پر سفارت هاوانونه توغول شوي

روسیه وايي، په دمشق کې یې پر سفارت هاوانونه توغول شوي دي. دا په دې میاشت کې دویم دا ډول برید چې د روسیې سفارت په کې په نښه کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، یو هاوان د سفارت مخې ته د امنیتي ساتونکې پوستې ته نېږدې لګېدلی او بل هم د سفارت د قونسلګرۍ د دروازې مخې ته چاودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا هاوانونه د بشارالاسد د مخالفو وسله‎والو تر ولکې لاندې سیمې څخه ویشتل شوی دی او د سفارت کارکوونکو ته په کې زیان نه‎دی اوښتی.