روسیه لاهم د اوکراین په اړه د سرمشریزې جوړېدو چانس ویني

روسیه وايي، دوی اوس هم راتلونکې اوونۍ د اوکراین د شخړې په اړه د څلور اړخېزې سرمشریزې د جوړېدو چانس ویني.

د کرېملین ویاند ډیمیټري پیسکوف نن وویل، د کارپوهانو غونډې به جوړې شي او جدي بحثونه به په کې وشي.

د نوموړي په وینا که د کارپوهانو دا غونډې مثبتې نتیجې ولري نو د اکټوبر په ۱۹نېټه په برلین کې د سرمشریزې د جوړېدو چانس رامنځ ته کولای شي.

برلین کې د جرمني د صدراعظمې انګیلا مېرکل ویاند وايي، مخکې له دې چې د اوکراین، روسیې، جرمني او فرانسې د مشرانو تر منځ دا غونډه ممکنه شي د سلاکارانو په سطحه نور کار ته اړتیا شته.

په عین حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ په ټولو لورو غږ کړی چې د هغو اقدامانو یوه مفصله طرحه دې جوړه کړي چې د روسیې سره د اوکراین پر پولو د اوکراین د واک د بېرته ټېنګېدو لپاره پکار دي.

د فرانسوا اولانډ دفتر دا څرګندونې د اوکراین له ولسمشر پیټرو پورو شینکو سره د نوموړې له ټیلیفوني خبرو وروسته په یوې اعلامیه کې کړي.