د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي وضعیت خرابېدل او افغان پوځیانو او ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل د یادو سیمو مدني فعالان او استازي سخت اندېښمن کړي دي.
د دغو فعالانو یو شمېر يې کابل ته راغلي د پنجشنبې په ورځ يې یوې خبري ناستې ته وویل چې حکومت په هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.
د هلمند ولایت د مدني ټولنې استازي ستار محمد همدرد په دغه غونډه کې وویل چې همدا اوس د هلمند جګړه کې امنیتي ځواکونه پرته له پوځي امکاناتو جګړه کوي او تلفات ورکوي، خو حکومت یې په وړاندې بې غوره دی:
"موږ یو وار بیا غږ کوو چې حکومت بې کفایته دی، په دغه جوړښت او تشکېل سره کار نهشي کولای، زموږ ولسوالۍ سقوط شوي، اوس مخالفین تر مرکزه را رسیدلي، د ښار یو شمېر سیمې محاصره دي، د دې ترڅنګ اقتصادي بهران اوج ته رسیدلی."
دغه مدني فعالان د کندز، هلمند، ارزګان، فراه، تخار، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو څخه کابل ته راغلي دي.
بلخوا د کندز ولایت استازی او د قومنو د همغږي شورا مشر اجمل هوتک وایي چې حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره قوي اراده نه لري.
ښاغلی هوتک وايي:
"ولسمشره ته له بلوا سره مخ یې، د کورنیو او دفاع وزیران بې کفایته دي. "
د امنیتي ځواکونو تلفات، د جګړې اوږدېدل، د پوځیانو په لیکوکې ناسمه رهبري، پر وخت امنیتي ځواکونو ته د مرستو نه رسېدل او نور هغه انتقادونه دي چې د یادو مدني فعالانو او استازو په خبره په امنیتي ارګانونو او اړوندو وزارتونو او ادارو پورې اړه لري.
په دې وروستیو درېیو میاشتو کې وسلهوالو طالبانو کندز، هلمند، ارزګان، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړې.
دا چې د مدني فعالانو او د ولایتونو د استازو په ځواب کې حکومت څه وایي، په دې اړه مو د ولسمشر له د ویاند مرستیال دواخان مینهپال وپوښت.
نوموړي وویل:
"نن سهار د مسلح قواو سر قومندان د ټولو ولایتونو مسؤلینو ته هدایت ورکړ چې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي اقدام وکړي، حکومت په ټول توان سره د امنیت ټینګښت ته پام دی، خو د افغانستان د خلکو دښمنان په خپل ټول قدرت سره کوښښ کوي چې د افغان حکومت لاسته راوړنې کمرنګه کړي."
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایي، هغه ځواکونه چې په سیمو کې په جګړه بوخت دي د دوی لهخوا تمویل او تجهیز شوي او د پرمختګ په حال کې دي.
خو مدني فعالان او د ولایتونو استازي ټینګار کوي که دغه وضعیت ته پام ونه شي، هر ناورین چې رامنځته کېږي مسؤل به یې د ملي وحدت حکومت وي.
سباوون کاکړ