ننګرهار چارواکي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ داعشیان وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ننګرهار کې ۲۷ داعشیان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، یاد داعشیان د اچین او هسکې مېنې په ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، ۱۴ داعشیان د هسکې مېنې د تاراک غونډې او ۱۳ داعشیان د شیخ قلعې په سیمه کې وژل شوي دي.

داعش ډلې تر اوسه د یادو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ويلي.