د بلخ پولیسو مزارشریف ښار کې د یوه صراف جسد موندلای

د بلخ پولیسو مزارشریف ښار کې د یوه صراف د جسد د موندولو خبر ورکوي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي، د بلخ د امنیه قوماندانۍ کشفي ځواکونو د صراف جسد د نهرشاهي ولسوالۍ په شادیانو دښته کې موندلی دی.

د قادري په خبره وژل شوی صراف حاجي فرید نومېږي او یوه میاشت وړاندې د مزارشریف له ښاره نامعلومو کسانو برمته کړی وو.

که څه هم د حاجي فرید د قتل انګېزه نه‌ده معلومه خو امنیتي مسؤلین وايي، هڅه کوي چې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.