د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک د چهارشنبې په ورځ وویل توره بحیره کې د تُرک سټریم د طبیعي ګازو د نللیکې د جوړېدو کار به راتلونکی کال پیل شي.
نوواک له استانبوله د کتنې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې د دغه کار د پیلېدو لپاره د اړتیا وړ ټول مسائل منظور شوي او زیاتهیې کړه چې د دغې نللیکې د جوړېدو پروژه به د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه بشپړه شي.
دغه نللیکه به د روسیې ګاز د سوټ سټریم له لارې اروپا ته لېږدوي.
د دغې نللیکې تړون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترکیې ته په وروستي سفر کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره لاسلیک کړ.