د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې وروستي پراخ پوځي تطبیقات نه د تهدید لپاره دي او نه هم لوېدیځ یا نورو هېوادونو ته کوم زېګنال ورکوي.
شویګو چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د قفقاز په سیمه کې د تېرې میاشتې د ترسره شویو تمرینونو په اړه په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، زموږ د وسلهوالو ځواکونو لهخوا په پراخه کچه عملیاتي او محارب تمرینونه هېچچا ته نهکوم زیګنال یا د تهدید خبره کوي. بلکې هغه د هر هېواد د پوځي ادارو لپاره ضروري دي چې خپل محارب چمتووالی یقیني کړي.
د روسیې دفاع وزیر زیاته کړه، زموږ وسلهوال ځواکونه باید د هېواد امنیت ډاډمن کړي.