په عراق کې بم لرونکې د لوبې الوتکې حملې ۲ کردي سرتېري وژلي

د عراق کُرد چارواکو تائید کړې ده چې د داعش ډلې له‎خوا د لوبو په یوه الوتکه کې د ځای پر ځای شوي بم چاودنې د عراق په شمال کې دوه کُردي سرتېري وژلي دي.

د کُردانو یوه دفاعي مقام روېټرز خبري آژانس ته ویلي، د ماشومانو د لوبو په الوتکه کې یو اېښودل شوی بم چې د داعش ډلې له‎خوا په ریموټ کنټرول اداره کېده هغه مهال وچاودېده چې د پیشمرګه په نوم کُردي سرتېرو هڅه کوله دا الوتکه چې رالوېدلې وه د سقوط له ساحې څخه لیرې کړي.

د کُردستان په نیمه کورواکې سیمه کې دې پېښې چې د چارواکو په وینا نېږدې لس ورځې مخکې وشوه ۲ فرانسوي سرتېري هم ټپیان کړي دي.

فرانسوۍ لوموند ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې فرانسوي سرتېري له پیشمرګه جنګیالیو سره په سیمه کې د پوځي عملیاتو په حال کې و چې د لوبو یوه الوتکه وچاودېده.

ویل کېږي چې داعش ډلې په وروستیو څو اوونیو کې لږ تر لږه دوه ځلي د بمي حملو لپاره د لوبو له الوتکو څخه کار اخیستی دی.