امریکا او روسیه راتلونکي کې د سوریې په اړه غږېږي

د امریکا متحدو ایالتونو او روسیې اعلان وکړ چې روانه او د بلې اوونۍ په پیل کې به دوه ورځې د سوریې په اړه خبرې کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف به د را روانې یکشنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال جان کري سره په سویس کې وګوري.

دوهمه نړیواله غونډه به د مسکو له حضور پرته د راتلونکې دوشنبې په ورځ په لندن کې جوړه شي.

وروسته له دې چې واشنګټن د سوریې د بحران په اړه له مسکو سره د خبرو له بهیره د وتلو اعلان وکړ دا لومړی ځل دی چې دواړه لوري له یو بل سره ګوري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وویل کري به په دواړو غونډو کې ګډون وکړي چې د سوریې د بحران د هواري لپاره د اوربند او د بشري مرستو د پیلیدو په ګډون پر مختلفو لارو چاروخبرې وکړي.

د دوشنبې د ورځې په غونډه کې به کري خپلو اروپایي سیالانو ته معلومات ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، لاوروف او کري به د سویس په کتنه کې د سوریې د کړکېچ حل ته د شرایطو د رامنځ ته کولو په اړه خبرې وکړي.

بیان زیاتوي چې د سیمې د ځینو هېوادونو ډيپلوماټان به هم په دې لیدنه کې حاضر وي.

لاوروف پرون په یوه مرکه کې وویل، د سعودي عربستان، ترکیې او ښايي قطر استازي هم په سویس کې د روانې اکتوبر میاشتې د شپاړسمې نېټې په خبرو کې ګډون وکړي.