فاریاب چارواکي: غورماچ کې جګړو زر کورنۍ بې‌ځایه کړي

د فاریاب ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په غورماچ ولسوالۍ کې د جګړو له کبله شاوخوا زر کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

د غورماچ سرپرست ولسوال عبدالله وافق ازادي راډیو ته وویل، د دې ولسوالۍ مرکز او ځینې نورې سیمې اوس‌مهال د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې دي او ځکه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ښاغلي وافق زیاته کړه:

"تقریباً د زرو په شاوخوا کې کورنۍ د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې اوسېدل چې ټول اوس وتلو ته اړ شوي او مهاجرت‌یې کړی."

د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ په روانه اوونۍ کې وسله‎والو طالبانو ونیوله.

د راپورونو له مخې په شمالي ولایتو کې د جګړې مشري د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په غاړه اخیستې او نوموړی اوس‌مهال د جوزجان ولایت په قوش تېپې او د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې له دې سیمې د وسله‎والو طالبانو د ایستلو لپاره د پوځي عملیاتو مشري کوي.