صدیقي: د عاشورا تر پایه به د امنیتي ګواښونو اټکل کیدای شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د عاشورا ورځې تر پایه پورې د امنیتي ګواښونو اټکل کیدای شي.

د کورینو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د امنیتي پېښو څخه د مخنیوي په خاطر د ورځې ترپایه د غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

کابل کې زموږ همکار یوسف ځدراڼ د وروستي امنیتي وضعیت په اړه له صدیق صدیقي سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلي چې د عاشورا ورځې په خاطر امنیتي ګواښونه رفع شوي که وروستي معلومات څه ښيي؟

ښاغلي صدیقي یې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل.

Your browser doesn’t support HTML5

له صدیق صدیقي سره مرکه