د ازبکستان مشرانو جګې د ولسمشر شوکت وړاندیز تایید کړ

د ازبکستان مشرانو جرګې د سرپرست ولسمشر شوکت مير ضيايېف هغه وړانديز منلی چې وايي بنديان دي په ډليېزه توګه وبخښل شي.

دغه بخښنه او د پلي کېدو پلان يې د پارلمان د مشرانو جرګې له خوا نن تاييد شو.

دا بخښنه د اساسي قانون د ورځې په وياړ ده چې د ډسمبر په اتمه لمانځل کېږي.

د ازبکستان مشرانو جرګه يوازينۍ داسي اداره ده چې د بخښنې پلي کېدو لپاره یې د تاييد اړتيا شته.

بخښنه په دې مانا ده چې ښځينه بنديانې، هغه کسان چې په کوچنیوالي يې جنایتونه کړي دي، هغه سړي چې تر شپېتو کلو يې عمرونه زيات دي او معلول بنديان به له زندانه خوشي کېږي.

دا تر اوسه نه ده څرګنده چې څومره کسان به وبخښل شي.