جانسن: که روسیه خپلې تګلارې ته دوام ورکړي یوازې به پاتې شي

د بریتانيې نوي د بهرنیو چارو وزير له مظاهره کوونکو غوښتنه کړې ده چې په لندن کې د روسيې د سفارت مخې ته د سوريې په حلب ښار کې د بمباریو په اعتراض کې لاريون وکړي.

مسکو دې غوښتنې حيران کړی دی.

بوريس جانسن پرون د خپل هېواد پارلمان ته وويل چې که روسیه خپلې اوسنۍ کړنلارې ته دوام ورکړي، دغه هېواد به يوازي پاته شي.

جانسن وويل چې غواړي لاریون کوونکي د روسيې د سفارت مخې ته وويني.

ده ويلي چې د صبر کاسه نسکوره شوې ده او د جګړې ضد ډلو په حلب کې د بمباریو پر ضد کافي اعتراض نه دی ښودلی.

په همدې حال کې روسي جيټ الوتکو د سوريې په حلب ښار کې خپلو درنو حملو ته دوام ورکړ.

له هغه وروسته چې جانسن د بریتانيې د بهرنیو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، ده په دوامداره توګه له اروپا غوښتنه کړې ده چې پر مسکو د سوريې په خاطر فشار زيات کړي.

ده دا هم ويلي چې په اوکراین کې د لاسوهنې پر سر بايد پر روسیه نور بنديزونه هم ولګول شي.