صدیقي: د پولیسو د مدیریت ضعف د سیاسي مداخلو زېږنده ده 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په مدیریت کې ضعف د سیاسي مداخلو زېږنده بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ډېری سیاسي شخصیتونه او کړۍ دې ته لېوالتیا لري چې په یو ډول د پولیسو په لیکو کې نفوذ ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم روانه اوونۍ په زغرده وویل چې په ډېرو ولایتونو کې امنیتي ستونزې د ناسمې رهبرۍ او غیر مسلکي ګمارنو له امله راپیدا شوي چې اصلاحاتو ته اړتیا لري.

دې وضعیت د مشرانو جرګې د غړیو انتقادونه هم را پارولي او دوی اندېښنه څرګنده کړه چې که په امنیتي ارګانونو کې مقررۍ د سلیقو له مخې و شي نو امنیتي وضعیت به لا پسې خراب شي.